افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
راځه چې والوځو جوړه داسمانونو غيږته
دستورو پړک ته دسپوږمۍ دماښامونو غيږته
زه به پوړني نه در جوړه کړم دمينې کيږدۍ
بيا به مو يو سي ښاپيرى دجنتونو غيږ ته
دمينې بڼ نه به کړو ستوري په لمن کې راټول
ورنه به جوړ کاندو اميل دګريوانونو غيږ ته
چيرته به والوځي هما داسمانونو په لور
چې په وزرونو کې مو يوسي فردوسونوغيږته
دلمر دوړانګو نه به جوړه کړو دمينې زانګو
مراندې به يې کلکې کړو دستورو دښاخونوغيږته
سپوږمۍ بزنيږي نن دمينې ښاپيريو سره
ستوري دعا کوي ليږي مو ثوبونوغيږ ته
دسبادم کې چې دستورو کاروان کډه کوي
رحيمې پاڅيږه اومه ځه دخوبونو غيږ ته