د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

16 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

له كله نه مې چې ليك او لوست زده كړى، له هماغه راهيسې مې د شعر لوستلو سره بيسارې مينه وه او دا مينه لا تراوسه هم دوام لري، دهجرت په لومړيو شپو او ورځو كې چې لا دمهاجرو لپاره ښوونځي نه وو، خداى بښلي پلار مې د پښتو او فارسي شعرونو څو كتابونه لرل او ددې لپاره چې ليك او لوست رانه هېر نه شي نوموړي كتابونه يي را باندې بيا بيا ليكل چې له يوې خوا مې ورسره ليك خورا ښه شو خو له بلې خوا مې له شعر او شاعرۍ سره مينه دومره ډېره شوه چې كلونه وروسته مې پخپله د شعر ليكل پيل كړل.

"بلينډې" زما د شعرونو لومړۍ ټولګه ده ددې ټولګې ډېر شعرونه ما دهجرت په شپو ورځو كې ليكلي، ځكه خو به لوستونكي پكې د پرديسۍ درد من احساسات له ورايه درك كړي زه په شعر كې دجلال او جمال دواړو په شتون معتقديم، له تغز له ډك غزل مې ډېر خوښيږي خو له آزاد شعر سره ځانګړې مينه لرم.

دمجاهد په ليسه كې زمونږ د پښتو ادبياتو د ښوونكى شهيد استاد ملنګيار او دهغوى د كشر ورور استاد اسير الله اسير چې زموږ د كيميا ښوونكى و، هڅونې، روزنې او ښوونې زه د پښتو شعر له الف او بې سره بلد كړم.

دمجاهد ليسې نه له فارغيدو سره سم مې 1991 په اوايلو كې دهېواد له وتلي او نوښتګر شاعر پير محمد كاروان سره پيژند ګلو پيدا شوه، هغوى نه يواځې له ماسره دشعرونو د اصلاح په برخه كې ډېره مرسته كړې بلكې دخپل بډاى ادبي كتابتون ګڼ شمېر كتابونه يې زما په واك كې راكړي وو، چې ماتري ډېره ګټه اخيستې.

زه له دې ټولو ښاغلو نه مننه كوم او كه زما په شعرونو كې د ستاينې وړ كوم ټكى وي د همدغو ښاغلو يې بولم.

كه زما دګران ملګري او تكړه ليكوال الياس وحدت هڅونه، زيار او هاند نه واى، دا شعرونه به همداسې زما د يادښتونو په كتابچې كې ناچاپه پاتې وو. ده نه يواځې ددې شعرونو چاپولو ته هڅولى يم بلكه ددې شعرونو په كمپوز، اوډنه او چاپ ته تيارولو كې يې نه ستړي كيدونكې هلې ځلې كړي دي چې د زړه له كومې يې مننه كوم.

یادونه. د لیکنه د د لمر په لټون کتاب څخه مو اخیستي د لمر په لټون د ښاغلي مشعل صیب شعرونو ټولګه دي

ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

غزل

چې په غاړه كې د پروت دى د دلبر لاس شېخه ځكه ګڼې ته په دنيا بر، لاس ابراهيم مې وېجاړ كړى دخيال بت دى…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

غزل

بيادې لـه جنګه سترګې واړولې كه دې لـه ننګه سترګې واړولې څومره بې خوده شوې خماره ياره چې دې لـه بنګه سترګې واړولې دسر او…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

غزل

زما د زړه په كور كې، كور جوړوي ياد دې محل څومره په زور جوړوي په چپو شونډو دې اظهار دمينې څه هنګامې جوړوي، شور…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

پردېس شهيد

زما خوږې محبوبې زه خبر شوى يم چې كډې موځي دخپل وطن په لوري مخكې له دې چې له سرحده واوړې او له دې كېمپه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

هديره

ددې كېمپ په بره خوا كې يوه ښكلې هدېره ده دخړچكې غونډۍ سر كې دمهاجرو مقبره ده بېرغونه پرې رپيږي ځنې شنه دي ځنې سپين…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

جفا

زه منم چې ستا په زړه كې دبل چا مينه اوسيږي او زما مظلومه مينه ستا په زړه كې نه ځايږي؛ خير چې لاړلې له…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

دكركې كر

 مونږ ته دښمن دكركې كر كړى دى؛ زمونږ په لارو او ورشو كې دمرګ لومې خښې، هيڅ نه پوهيږو چې له كومې دي تر كومې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

خداى بښلى امان الله شاهر ته

 ستا ديونليك آ، ناتمامه كيسه لكه بسمل مرغه نيم ژواندي پاتې ستا دارمان ارمان ژوندون داميدونو غوټۍ لكه دتت اسمان سپيدو كې لالهاندې پاتې ستا…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

ګيله

ماتاته مينه دركړه زړه مې دركړو ځان مې در كړو، د زړه جهان مې در كړو؛ خو تا، خوږه جانانه زما دمينې په بدل كې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

غزل

 چې په غاړه كې د پروت دى د دلبر لاس شېخه ځكه ګڼې ته په دنيا بر، لاس ابراهيم مې وېجاړ كړى دخيال بت دى…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

غزل

 بيادې لـه جنګه سترګې واړولې كه دې لـه ننګه سترګې واړولې څومره بې خوده شوې خماره ياره چې دې لـه بنګه سترګې واړولې دسر او…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

غزل

 نغمې دي د بلبلو لور په لور د پسرلي" زرغون ټغر بيديا كې ښكاري خپور د پسرلي ګل شونډې، چنارونه، غزليزه ځواني ستا كه جوړ…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

جفـــا

  زه منم چې ستا په زړه كې دبل چا مينه اوسيږي او زما مظلومه مينه ستا په زړه كې نه ځايږي؛ خير چې لاړلې له…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

غم ته

 اى زما د زړه غمونو! اى دردونو اى آهونو! تاسو ټول مې مېلمانه يئ د زړګي وړه حجره كې دا حجره هم د پښتون ده…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

يو شيرين ياد

 د پردېس ذهن هر خيال كې مې، دبيا ليدلو هيله څه شيرينه غوندې زغلي څه حسينه غوندې زغلي؛ ستا يادونه مې هېواده د رنځور زړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

شكنجې

 ټول نهريو خو يو تش شان شكور ته ناست يو ددې دور د ظالمو زور ته ناست يو پنجرې نه باهر سپينې واورې اوري مونږه…

بشپړ شعر ولولئ ←