د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

هديره

ددې كېمپ په بره خوا كې
يوه ښكلې هدېره ده
دخړچكې غونډۍ سر كې
دمهاجرو مقبره ده

بېرغونه پرې رپيږي
ځنې شنه دي ځنې سپين دي
دسمالونه پرې تړلي
ښه ښايسته او ښه رنګين دي

يو سكوت دى هديره كې
نه خبرې نه چغار شته
هره خوا چپه چپتيا ده
نه مجلس شته، نه ګفتار شته

كله كله هدېرې ته
دوګړو ډلې راشي
په قبرونو ودريږى
او الله ته په دعا شي
او بيا بېرته ټول ستانه شي
دخپل ځاى او كور په لوري
بيا په مياشتو او كلونو
هدېرې لور ته نه ګوري

خو ددې قبرونو مينځ كې
دا يو قبر لـه ورا ښكاري
د شهيد شناخته پرې خښه
له جنډو يې ښكلا ښكاري

زه چې دې قبر ه ګورم
اميدونه پكې خښ دي
څه د ورارو وراور هيلو
ارمانونه پكې خښ دي

هره ورځ چې مازيګر شي
او شفق سرخي ښكاره كړي
ددې قبر خواكې وير وى
او اسمان يې ننداره كړي


ديو تور ټيكري مېرمنه
ددې قبر خواته راشي
كيني شناختې سره جوخته
او بيا ورو ورو په ژړا شي

څه د راز او نياز خبرې
كړي لـه ځان سره خاموشه
وي ژړا ور سره غبركه
لكه څوك چې وي مدهوشه

بيا يو ښكلى دسمال واخلي
له جنډې يې كړي چاپيره
او دكور په لور رهي شي
له ژوندونه وي ور تېره

بس همدغه يې ژوندون دى
په غمونو كې اوسيږي
به پوهيږم څه ورپيښ دي
خو ځواني يې خاورې كيږي

زه چې دغه پېښې ګورم
نو مې زړه قلم، قلم شي
ددې خوارو ورارو كونډو
په حالاتو مې ژوند غم شي

داد كوم ظالم لـه لاسه
په ولس مو دا ماتم دى
مشعلونه پكې مړه دى
او هر لوري ته تور تم دي
 
د زمري اتمه 1371
دكاهي كيمپ-هنګو، پښتو نخوا

د شاعر نور شعرونه ←