د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي لطف الله مشعل شعرونه

پردېس شهيد

زما خوږې محبوبې
زه خبر شوى يم چې كډې موځي
دخپل وطن په لوري
مخكې له دې چې له سرحده واوړې
او له دې كېمپه ته د تل لپاره
لاړه شې ګران وطن ته
دا ځوانيمرګ شهيد دې
يواځې چاته پرېږدې
په دې سپېره دښته كې
چې په كلونو به بيا
زما مزار ته څوك راونه ګوري
او دخلوص او محبت په ياد به
زما دقبر په زړه لكړه

دعقيدت دسمال څوك ونه تړي
يه زما ګرانې پښتنې محبوبې
ته چې زما په نوم تور سر سپينوې
زه دلحد د غټو تيګو لاندې
ستا دوصال په تمه شپې تېروم
هر مازيګر چې ته تر قبره راځې
او زما د قبر په زړه لكړه
دخپلې مينې دسمال وځړوي
زما په مړه وجود كې
دمحبت ساګانې وچليږي
ځان كړم راپورته چې دې ووينمه
خو دا لحد دا غټې غټې تيګې
مې دتندي سره ټكرې وخوري
او په مايوس انداز كې
بېرته دقبر تل ته وغورزيږم؛
زما خوږې مېرمنې
مخكې له دې چې ته د تل لپاره
ماپه دې دښته كې يواځې پريږدې
يو واري ځان تر ما راورسوه
زما د قبر د لكړې لاندې
زما په سر باندې دانېغه شناخته
دمحبت په كاڼو وډبوه
بيا كه ته لاړه شې ورځه مېرمنې
زما غوږو كې به د شناختې دربا
دتل لپاره ازانګې خپروي
2/6/1373
كاهي كنډو- پښتونخوا

د شاعر نور شعرونه ←