د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

10 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

فضـل هـادي فضليـار د منځـني قـد، سـپين رنګ او لـه خـندا ډکـې څـېرې لـرونکـى تنکـى ځـوان دى؛ چـې لـه نـنـه درويشـت کالـه وړانـدې يـې د محـترم مـولـوي عـبدالعـزيـز پـه کـورنـۍ کـې نـړۍ تـه سـترګـې پرانسـتي دي.
څـرنګـه چـې هغـه د سـره رود د نـومـوتـي عالــم مـولـوي علـي احـمـد (چـې پـه جــرنـيـل صـيـب مشهـور و) لمـسى دى، او د يـوې ديـنـي او مـذهـبي کـورنـۍ پـورې تـړاو لــري؛ نـو د ښـو او بـدو لـه پـېـژنـدو ســره ســم يـې ديـنـي زده کـړې پيـل کـړې. فضـلـيـار د وخـت پـه تـېـرېـدو سـره ځـان لـه جـومـاتـه ښـوونځـي تـه ورسـوو ، د ننګــرهـار لـه عالـي لېسـې فـارغ شـو او د کابل د پـوليسـو اکاډمـۍ جــنـايـي څـانګــې تـه لاړ.
فضـلـيـار خـپلـې ښـوونـيـزې هڅـې نـورې هـم ګــړنـدۍ کــړې، د ننګــرهـار پـوهـنتون تـر انـګــړه ورسـېد؛ او اوس د همــدې پـوهـنتـون د انجــيـنـرۍ پـوهــنځـي د پنـځــم کال زده کــړى (محصـل) دى.
فضـلـيـار هغـه د چـا خـبـره ژونـدۍ مـرۍ ده، د لــوړو زده کــړو تـرڅـنګ پـه فـرهـنګـي بـرخـه کـې هـم ډېـر فعـال دى او د خپلـې ژبې سـره د بـې کـچــې مـينـې لـه املــه د فـرهنګـي ډګــر پـه سـرلارو کـې راځــي.
هغـه مخکــې د مـينـې مجلــې د کـتونکـې ډلـې غـړى او تـر څـنګ يـې د پـژواک خـبـري اژانـس پـري لانـس ژورنـالسـت و. خـو اوس مهـال د نــړۍ مجلــې مسـئول مـديـر او د ځـوان کلـتـوري خـوځـښـت د علمي او خـپـرنـيـزې څـانګــې مشـر دى. دغـه راز د يـو شـمــېـر نورو خـپـرونـو ســره قـلــمي هـمـکاري هــم لــري.
فضـلـيـار د خـپلــې شـاعــرۍ پـه څــېـر ډېـر خـــوږ او د نـرم خـوى څـښـتن دى. ډېـرې خــبـرې نـه کــوي ، او بـې ځـــايـه کــړتـې پـړتـې يـې نـه خــوښـيـږي.خـو د ځــيـنـو مــلګـرو پـه انـد د مــيـنـه نـاک طــبيعـت تـرڅــنګ ډېـر شــوخ هـم دى ، او يـو شــمـېر يـاران يـې لــه شــوخـۍ څخـه ســـر ټکــوي.
پـه هــر حـال د هغـه خـوځــنـده قلــم او ګــړنـدۍ فــرهـــنګـي هڅــې د سـتايلــو دي. زه ورتـه ددې غـزلـــټـولګــې د چــاپ مـبـارکـي وايـم او خـپلــه ليکـــنـه د حــمزه بـابـا پـه دې بيـت پـاى تـه رســوم چــې وايــي:
خـداى دې مـين ډېـر کــړي چـې ښــېرې کــوي
مــاتـه خــو نــور چــــــل د دُعـــــــا نــه راځــــي

نصيراحمد ښاد
د ځوان کلتوري خوځښت مشر

دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

زخمـي دې نـه کــړي يــاره پـه قســم دى خـــــطرناک تنکى مـخ دې ترې سـاته چـې شـبنم دى خـــــطرناک يو وخت به مې شي زړه ټوټـــې…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

فضل د خداى دى د ټوپک پر ځاى ګلاب غواړي اوس چـا چې بـه كلــي ورانـول هغـوى كـتاب غــواړي اوس وايـي زمـا مـــيـنـه بـه خــپل…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

پــه اداګــانـو ، ســــتـرګكـــــونـو ، اشــــــارو ولاړ دى والله د ښكلـو ژونـد خـو ټول بــس پـر نخـرو ولاړ دى زمـا لـه زړه نـه خـو دا…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

پـوهـېږې اوس مـې څنګـه بې لــه تـانـه زنـدګـي ده ؟ جـــــانـانـه! وه جــــــانـانـه! بـلا ګــــرانـه زنـدګـــــي ده د سـترګـو لـه يـو رپ سـره يـې څـو…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

زړه مـې پـه سـتـرګو دى مـيـن د سـينې څنګ نه مني افغان جانان مې له جنګ ستړى دى نور جنګ نه مني هـمېـش خُمار وي…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

نـور سـختې دلـتـه شـپـې شـوې، لــه دې کـلـي کـــډه وړم تـرخـې د ژونـد شـېـبـې شــوې، لــه دې کـلــي کـــډه وړم د مـيـنـې سـمـنـدر يـم پـه…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

لــږ خــو مـې زړه دمــه دمــه کــړه بـيـا کـه ځـې هـم نـو خـيـر يـو وار خـو ستـرګې راښـکاره کـړه بيا کـه ځـې هـم نـو خـير…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

پـرېږده ستا پـه سـينه خـور لكـه ټيكرى شم د دې غـيرو خـلكو سـترګـو كې اغــزى شــم سـتا لـومړۍ خـندا شـپېلۍ د اسـرافـيل وه يو ځل…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

تــا هـــــــېرولـــــى نــشــــم ګـــــرانــــه تــــا بــــه لا يـــادوم روح بـــه ســــــتايــمـــه ، ضــــرور بـــه خـــپـلـــه ســـا يـــادوم مخکـې ډېـر ښه وم چې وزګار به شوم…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

خــالــق دې د ښـکلا لـه بـامــه وغــورځــوه مـــړه شـې د کـــبـر او غـــــرور لــه تـخــــتـه لانـدې راچـــپـه شـــې زړګــى بـېـچــاره دلـــتـه پـه ټـوپـونـو شـي خـــيـر…

بشپړ شعر ولولئ ←