د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

لــږ خــو مـې زړه دمــه دمــه کــړه بـيـا کـه ځـې هـم نـو خـيـر
يـو وار خـو ستـرګې راښـکاره کـړه بيا کـه ځـې هـم نـو خـير

يـا مــې ټـپـي ټـپـي زړګـــي تــه شـــه پـټــۍ او مــلــهــم
يـا يـې نـور هـم تـغـمـه تـغـمـه کـړه بـيـا کـه ځـې هـم نـو خـيـر

دا د چـــيـنـار پــه شـــانـتـې دنـګــه بـنـګــه ونـه خـــو دې
لــږ تـاو راتـاو، کــږه وږه کــړه بـيـا کـه ځـې هـم نـو خـيـر

ګــېډۍ د زلــفــو دې لـه ځــان ســره هــمـداسـې مــه وړه
ښــه يـې پـر مــا خــوره وره کـــړه بـيـا کــه ځـې هـم نـو خـيـر

پـه خــولـه کــه بـلـه وعــده نـه راکــوې خــيـر دى ګـــرانـه
لــږ يـې پـه سـتـرګــو نـوشــتـه کــړه بـيـا کــه ځـې هـم نـو خـيـر

راشــه دلــبـره فـضـلـيـار دې ډېـر نـهـــيـلى ښــکـاري
لــږ يـې پـخـلا ، لــږ يـې ډاډه کـړه بيا که ځې هم نو خير

د شاعر نور شعرونه ←