د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دښاغلي فضل هادي فضليار شعرونه

غزل

فضل د خداى دى د ټوپک پر ځاى ګلاب غواړي اوس
چـا چې بـه كلــي ورانـول هغـوى كـتاب غــواړي اوس

وايـي زمـا مـــيـنـه بـه خــپل زړګـــي كـــې پـټـه سـاتې
دا ســــاده ګلــه رانـه لـــپه كــې دريـاب غـواړي اوس

چـې خــپل عـزت ، قــدر او پــت يـې پـه كـې ولـيـدلـو
پـه اروپا كې ګوره پـېـغـلې نور حـجـاب غـواړي اوس

اول يــې وېــل راځـه لــيـلام يــم پــه تــاوان يــم يــاره
د هـرې خـولې د هـرې غـېـږ رانه حساب غـواړي اوس

دده د لاســـه مــو د مـــړه نيـــكـه هـــډوكـي خــرڅ كـــړل
خدازده چې نور راڅخه څه شى انقلاب غواړي اوس

هغـه بـې عقـلـه چـې لـه تـانـه يـې ځــان ښـكلـى ګاڼـه
دادى راغـلـى دى، مـافـي هغـه ګلاب غــواړي اوس

نـــور دې د ســـتـرګـــو او بـڼـو پـه ژبــو نـــه پـوهــــيـږي
د فضـليـار زړه درنـه تـكه سـپين ځواب غواړي اوس

د شاعر نور شعرونه ←