د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

پوهندوی سید حسام مل شعرونه

5 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

زه پوهندوی دوکتور سید حسام مل( په) 1322( هجری شمسی کال دلغمان دولایت  دکله کوټ په کلی کی زیږیدلی ، په) 1337( هجری شمسی کال دلغمان   دمندراوړ  له ابتدایی ښونځی څخه فارغ اوپه کال )1342( هجری شمسی کی دلغمان له روښان لیسی څخه فارغ اوبیا په )1348( هجری شمسی کال کی دننگرهار دپوهنتون دطب

له پوهنځی څخه فارغ اوله فارغیدو څخه وروسته تر)1371(هجری شمسی کال پوری دننگرهار دطب په پوهنځی اودکابل دطب په پوهنځی کی دکوچینیانو دناروغیو په دیپارتمنټو کی دا سستانت ، مدرس ،او ددیپارتمنټ دشف په صفت می دندی سرته رسولی اوتخصصی تحصیلات می دانگلستان دلیورپول په یونیورسټی کی په تروپیکل یا حاروی ناروغیو کی سرته رسولی دی ، علاوتاً په همدی موده کی سربیره په استادی  چی هم د ننگرهار دطب اودکابل دطب شاگردانو ته می درس و رکړی ، دروغتیا په وزارت کی دمور او دماشوم دساتنی دریس ، معین ، دباندنیو اړیکو دریس په حیث می هم دندی تر سره کړی ، اوهم دلغمان په ولایت کی تقریباً له یو کال نه زیات والی اوم، اوله 1993 عیسوی کال راپه دی خوادخپل میرمن اوکوچینیانو سره په جرمنی کی دمهاجرت اومسافری شپی اوورځی یو بل پسی تیروم ، مخکی می کله شعر نه وه ویلی ، یواځی دلته په مسافری کی کله کله شعر وایم ، یعنی شاعر نه یم یواځی دخپل زړه بړاس په اصطلاح سره باسم ،خصوصاً کله چی

وطن می په یاد را شی    . په درناوی داکتر مل

پوهندوی سید حسام مل شعرونه

شفا شی

چی پلـــــــوولــــــــه مخی لری کړی رڼا شی دخوښی اوښکی می سترگو کی پیدا شی   بی اخــــــــــتیــــــاره زړه می ووځی له واکه چــــی مــــــــی سترگی…

بشپړ شعر ولولئ ←
پوهندوی سید حسام مل شعرونه

ظلمونه پلوری

نن دظلـــــــــــم پـــه بازار کی ظالمان ظلمونه پلوری مظلوم هم ظـــــــالم شوی چی دظلم په ضد نه ښوری په سره اورکی خلــک سوځی شتمنو خپل چړچی…

بشپړ شعر ولولئ ←
پوهندوی سید حسام مل شعرونه

آرمان

نه دیار سری شونډی می بوسه کړ  نه په شادو سره خوله می خوږه کړ   دگــــــــــدر په لار می ونه لید لیلی نه هغــــــه…

بشپړ شعر ولولئ ←
پوهندوی سید حسام مل شعرونه

غزل

دمینی له رغبته هوسو ســـــــره لـــــــــوبیـــــــــــږم دذهن په هنداره کـــــــی جــــانــــــــان سره اوسیږم هغه ورځــــــی مـــــــی یاد شو چی هغه می ولیدل سری شونډو کی…

بشپړ شعر ولولئ ←
پوهندوی سید حسام مل شعرونه

ناولی هیلی

له تـــــــــــاریخه وویریږی پیغور مه پریږدی مسو ته په مټ وساتی وطن خپل، چی سر لوړ مووی بچوته   غلیم ستا سو له نفاقه غواړی خاوری مو ترلاس…

بشپړ شعر ولولئ ←