افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دمینی له رغبته هوسو ســـــــره لـــــــــوبیـــــــــــږم
دذهن په هنداره کـــــــی جــــانــــــــان سره اوسیږم
هغه ورځــــــی مـــــــی یاد شو چی هغه می ولیدل
سری شونډو کی مسکا وه ما چی ځیر ورته کتل
چرتونو سره یو ځای د وصال په ټال زنگیــــــــــږم
دذهن په هنداره کـــــــی جــــانــان سره اوسیـــــــږم
دخیالونو په هوا کی د هــــــغـــــــه پـــــــه تما شا یم
بیلتون ځنی ناراض دوصال په تـــــمـــــنا یـــــــــــم
وفا را سره ونکړه له دی غـــــــمـــــــــــــه ژړیــــــــږم
دذهن په هنداره کی جـــــــــانــــــــــــان سره اوسیږم
تصور کی غزوم لاس دیار تــــــــور وربـــــــــــل تـــه
فارغ چی له خیال شم ژړا راشی می خپـــــــل تــــــه
لیونی را ځنی جوړ شو په چرتو کی ډوبـــــیـــــــــــږم
دذهن په هنداره کی جانـــــــان ســـــــــره اوسیــــــــږم
ماضی اوحال می دواړه په چرتونـــــــــو سره تیر شو
له ځانه بی خبره اصلی ژوند را ځنــــــــــــی هیر شو
مل چا ته فر یادی شم په سکروټو کـــــــی سوځیږم
دذهن په هنداره کی جــــــانــــــــان ســــــــره اوسیږم
28 .04 .07 جرمنی