پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښاغلي قدرت الله حلیم شعرونه
7 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
ښاغلى قدرت الله حليم د حاجي امان الله زوى پر ١٣٦٠ ل.كال د هلمندولايت په لښكر ګاه ولسوالۍ پورې اړوند(كارېزكلي) كې
زېږېدلى دى، لايو كلن و چې د ځينو ستونزو له كبله پاكستان ته كډوال شول او په (ځنګل پير عليزي كمپ) كې استوګن شول؛ خپلې لومړنۍ زده كړې يې په بېلابېلو ښوونځيو كې تر سره كړي او منځنۍ هغه يې هم د كوټې په ښوونځيو كې پايته رسولې دي. پر ١٣٧٦ ل .كال يې كندهار پوهنتون ته د كانكور ازموينه وركړه او اوس د همدې پوهنتون، كرنې پوهنځي د درېيم كال محصل دى، د استاد الفت، رحمن بابا او غني خان له شعرونو سره مينه لري او خپله د ١٣٧٨لمريز كال له وږي(سنبلې) مياشتې څخه راپه دېخوا شعرونه ليكي، چې يوه ټولګه يې برابره كړې ده.
د شعر پر لمن يې داسې ارزښتناك توكي هم موندلاى شو، چې پرې ډاډه شو، سادګي، مينه او عاطفه يې د شعر سينګاروونكي توكي دي، كه يې ډېره مطالعه او رياضت وكړ نو اميد شته چې شعر يې نور هم ښه شي. د نورو فرهنګي هڅو تر څنګ اوس د كندهار شريعت غږ راډيو نطاق هم دى، سربېره پر دې د پوهنتون له فرهنګي څانګې سره هم همكاري لري او ددې څانګې مياشتنيو غونډو ته ځينې ډرامې او نندارليكونه هم ليكي، چې په هره غونډه كې مينه والو ته وړاندې كېږي. حليم صيب لاځوان دى او د فرهنګي كاروزيار لپاره يې ډېره انرژي پر ځاى پاتې ده، كه له دې هڅو سره يې مينه همداسې اورنۍ وه نو اميد شته چې ډېر غوره خدمتونه به وكړي
اوښکی
دچا سهار د چا ماښـــــــــــام اوښکې وې ! زما په سترګو کی مـــــــــدام اوښکې وې! ډيري مي توی کړې په ژوند کې اوښکې! اوس…
بشپړ شعر ولولئ ←سوال؟
آشنا داوښکو څو جرګې دي قبلوې ئې که نه؟ د زړه په کور دې ميلمنې دي قبلوې ئې که نه؟ اوښکې مې نه دي…
بشپړ شعر ولولئ ←ګيله
هره شپه مې ستا په ياد کې ميلمنه شی! خو دڅـــــــــــــــــوشيبونه پس بيرته ستنه شې! ډير می نه پريږدي ليــدو ستا دتصويرته…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
پرخه پرګل وه پرتـــــــــــه لــــــــمر لا ختلی نه وو هغه تنکئ ګل لا غوټــــــــــــې وه غوړيدلی نه وو بلبل به هر سهار چيـــــــــــــغار کړلوپه…
بشپړ شعر ولولئ ←پرښته
تانده اوښكه چې ګرېوان باندې سپره وه هغه زما د زړه پــــــــه وينو باندې سره وه بېلتانه دې شو انــــــــــګار زمـــــــــا لپاره ځكه جوړه راته…
بشپړ شعر ولولئ ←تنكۍ مينه
پاتې مې نيمګړې شوه تنكۍ ميــــــنه ويې رژوله زما سېــــــــــلۍ ميـــــــــــــنه نه يې دي خندلي لاد ګــــــــــــل په خوله زړه كې يې ده پاتـــــــــــــې د…
بشپړ شعر ولولئ ←يادونه
په زړه كې مې راګرځي څو يادونه د جـــــــــــانــــــــــان په سترګو سترګو وينم تصويرونه د جـــــــــانـــــــــــان رويبار هم په سرو سترګو داسې وايــــــــــــي كله كله…
بشپړ شعر ولولئ ←