د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

22 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

د پښتو د غزل پلار ارواښاد امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان کره زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه.
لومړنۍ زده کړې يې د لواړګي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توګه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لګي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز. نو په همدې توګه په نهم ټولګي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولګي کې نيمګړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او مطالعه ډېره زياته وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانګړې فلسفه لري د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيسز ليکلی دی.

ارواښاد امير حمزه خان شينواری د دود له مخې يې په کم عمرۍ کې واده وکړ او مراد شينواری يې چې د ازاد نظم باني ګڼلی شي نازولی ځوی دی.
ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده قدرمن پلار د لنډيکوتل او تورخم تر مېنځ د اورګاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه نو حمزه بابا به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورتللو. او په همدې توګه بيا وروسته پخپله هم په اورګاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. د حمزه بابا فن او هنر سره هم بې کچې مينه وه او د اورګاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په ګوټ ګوټ وګرځاوه او همداسې تر پمبي پورې ورسېده. بمبي د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې شوی، کله چې نوموړی بمبي کې وه نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله کوم چې ده د خدايه غوښته. څنګه چې په پخوا زمانو کې بې غږه فلمونه وه نو حمزه بابا هم په ١٩٤٠ زېږيز کال کې په همدغو بې غږه فلمونو کې لوبګري وکړه. او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي، کله چې د سلما آغا نيکه رفيق غزنوي په ١٩٤١ زېږيز کال کې د پښتو لومړني فلم ((ليلا مجنون)) د کيسې، سندرو او ډيالوګونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ. او په همدې توګه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د حمزه بابا په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توګه ورکړل شوي وې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.

داسې مالومېږي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شاعر وه او په هماغه کم عمر يې د شعر په ليکلو لاس پورې کړی و. کله چې حمزه بابا په پينځم ټولګي کې وه نو ارواښاد مولانا عبدالقادر (د پښتو اکېډمۍ بنسټ ايښودونکی او لارښود) په اتم ټولګي کې وه. داسې وييل کېږي چې په هماغه وخت کې به حمزه بابا خپل شعرونه مولانا صيب ته د سمولو لپاره ښودل. دا خبره پخپله دا په ثبوت رسوي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شعر او ادب سره مينه درلوده. خو په دغه وخت کې به حمزه بابا په اردو ژبه شاعري کوله او د اردو شاعرانو لکه مرزا غالب او علامه اقبال نه ډېر متاثره وه.پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعرۍ ته ځانګړی مقام حاصل دی. د هغه شاعري ته د زړې او د نوې شاعرۍ يو ګډون ګڼل کېږي. هغه د پښتو شعر دوديزه زړه کلاسيکه لار څارلې او بيا يې د په يوه نوي روح ورکولو سره ګډه کړې. په همدې توګه ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه ورپېژندلي او د خپل د وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی او په همدې خاطر ورته د پښتو غزل د بابا لقب ورکړ شوی. حمزه بابا د ١٣٠٠ نه هم ډېرې غزلې ليکلي دي او کليات يې په څلور ټوکو کې خواره شوي دي. خو د حمزه بابا د شخصيت رڼا يوازې غزل پورې محدوده نه ده. د حمزه بابا په نظم هم پښتو ژبه تل د ننګه غړۍ ګرځي. حمزه بابا د ٢٠٠ نه زياتې نندارمې (ډرامې) ليکلي دي چې ډېری يې د پېښور راډيو لخوا خپرې شوي دي. ارواښاد په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې رنګارنګې تحقيقي ليکنې او مقالې هم کښلي دي، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي لکه د اقبالياتو او په دې وروستيو تېرو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي چاپ شوی. حمزه بابا د شلو نه ډېر پښتو کتابونه او څه د لسو په شاوخوا کې په اردو ژبه کتابونه هم ليکلي دي.

حمزه بابا په ١٩٣٠ زېږيز کال کې تصوف ته مخه کړې وه او خپله به يې په دې هکله داسې وييل چې حېرت آباد ته په دغه عشره کښې راغلی وم. او پخپله نه وم راغلی راښکلی شوی وم ورته. خو چې راغلم نو داسې وه لکه چې ما خپله ورکه لار بيامونده. حمزه بابا د چشتي طريقت لاروی وه. حمزه بابا اجمير شريف ته هم په دغه زمانه کې تللی وه او د تصوف خوندونه يې ليدلي وه. د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه وه او همدغه شاه صيب حمزه بابا ته د اردو په ځای په پښتو کې د شاعرۍ مشوره ورکړې وه. شاه صيب په ١٩٥٣ کې په حق ورسېدلی وه او حمزه بابا يې يادونه د تذکره ستاريه په نوم په ١٩٦٩ کې په اردو ژبه چاپ کړې وه. د حمزه بابا ادبي مطالعه ډېره زياته او پخه وه او د ادبياتو يو پوهنغونډ وه. حمزه بابا د رحمن بابا ديوان په ١٩٣٥ زېږيز کال کې اردو ژبې ته اړولی وه. په ١٩٣٧ کې پښتو ادبي ټولنه (بزم ادب پېښور) هم د شاه صيب د سيوري لاندې جوړه شوه او د راحت زاخېلي، قلندر مومند او حمزه بابا په شان ډېر غمي د همدې ټولنې غړي او مشران پاتي شوي او دا په راپورې پښتونخوا کې لومړنۍ ادبي ټولنه وه. دوی به ځای ځای په ښوونځيو او پوهنځيو کې مشاعرې کولې او په همدې توګه به يې د ژبې او ادب خدمتونه کول او د دغې ټولنې د ډېر لوړپوړو شاعرانو، اديبانو تربيت هم کاوه. داسې مشاعرې به د رحمن بابا په هديره هم کېدلې او د په لومړي ځل يې په ١٩٤٠ زېږيز کال کې د خپل د يو ليکل شوي غزل په اورولو سره د غزل د بابا تاج ترلاسه کړ. د هماغه غزل يو شعر يې داسې دی:

تورې سترګې مې د يار زړه ته په ځير دي
بـيـا حــبشو پـه کــعـبــې تـړلــی لام دی

د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

په طلب د

په طلب دے د حباب  غوندے چشمان يم ستا د میني سيند اخستی يم روان يم که قطره يم زۀ خو تۀ د حسن لمرئ…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

دادچا دتخیل څیری ګریوان دې دپښتو ادب سحر خنده افشان دې دادب ګلونه سترګۍ دشهلآ کړې انتظاردتما شې دکوم جانان دې پلوشو د کوم لمر…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

پښتون اشنا

پــــــام چـــــــه تمنا دې بې نشې نـــــــه شۍ لنډې مرحلې چـــــــــــه دې اوږدې نـــــه شۍ     عشقه پښيمانئ پــــــــه ميو مستې کـــــــړه پــــــام کوه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

نفس

ژوند ي پا تی په تریاقودمذهب شې یود روح دپاره روګ دي ،روګ به وې  په کښی پاتی چه شر بت دنیکۍ نهّ شی دا بی…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

جفا

ماچه دمینې ابتدا ا وکړه تا په ستم کې انتها  ا وکړه نن مې ساقې ته چه انکار اوکړه دا مې روا که نا روا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

یا ره چه اسمان ته دې باڼه ګورې ستر ګې دې زما په مخ کښې څه ګورې ښکلۍ نظر ستا چه بې قراره دۍ زړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

تا چې سبـــا وكــــــــړو سبا نــــــه راځـــي راشي په هر چا خو په مــــــا نــــــــه راځي بيا دې نو په بيا دى څـــــــــه بــــــاور په…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

 یا ره چه اسمان ته دې باڼه ګورې ستر ګې دې زما په مخ کښې څه ګورې ښکلۍ نظر ستا چه بې قراره دۍ زړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا څو د خپل ادب باران باندې ونشي بل باران به…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

پيرنګي درنه پښتو ده هېره کړې چې کيسه يې راپه خوله کړم اجازت دی؟ وايي مونږه سره ټول مسلمانان يو ډېره ښه ده زړه دې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

د هغه سترګو پښتنو خبرې څنګه درنې وې د درنو خبرې زاهده! پرېږده د تسپو خبرې کوي ماحول د زولنو خبرې دا ستړی ژوند دې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

ټينګه په وعده نه شوې دا څه چل دی کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی ډېره کستاخي مې نظر اوکړله! ماته ولې سره…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

نورې کيسې وايه چې اسانې دي پرېږده د الفت خبرې ګرانې دي رامې شي لېمو ته د ديدن په وخت اوښکې څه ناپوهه رقيبانې دي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي نورې خبرې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

ګوره چې خندا کوې په سترګو کې کار د مسيحا کوې په سترګو کې يو ته قهر بل ته مهر شابسې دا کوې هم دا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

چې د نظر سره دې مل نه شومه څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه قرار مې نشته په ګردش يمه زه فلکه ستا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد امير حمز بابا شعرونه

غزل

چې دې له سترګو پرېوتلی يمه ايله دې زړۀ ته رسېدلی يمه عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت داسې مقام ته رسېدلی يمه…

بشپړ شعر ولولئ ←