د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

24 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

خوشحال خان دشهباز خان زوی ديحيی خان لمسی، د ملک اکوړې کړوسی د جينجوخان کودی، دتوري او قلم د ميدان اتل، دپښتوژبې غښتلی شاعر، سترليکوال، پيژندل شوي ملي مبارز دخټکودپښتنی کورنۍ د پښتو دادبي مکتب بنسټ ايښودونکی دملي غورځنګ لارښوونکی په (١٠٢٢) هجری قمری کال کې د دوه يمي خور په اتلسمه نيټه د خټکوداکوړۍ د سيمې د لنډي سيند په ښۍ خوادلرې پښتونخوادپيښور ختيځي خواته دښارڅخه پنځه ديرش ميله لرې په سرای نوم ځاي کې زيږيدلی په (١١٠٠) هجری قمری کال کې مړ اوخاوروته سپارل شوی دی.

  خوشحال خان ديوولسمی پيړۍ ستر شاعروچې ترننه پوری يې د ياد ګيرنې په درنښت پرتمين تلين نيول کيږي.

 خوشحال خان د هلک توب په دوره کې ډير ځيرک پوه زړور، قوتمن پلټونکی، دمشرانو منونکی او په کشرانو مهربان، دهمځولوکلک ملګری و، هميشه به يې خپل ژوند په خوشحالی تيراو.

خوشحال دځوانۍ په دوره کې : ډيرغښتلی، هيوادپال ځلمی و خوشحال خان خټک په اتلس کلنۍ کې واده وکړ.  څرنکه چې ده د پښتو ژبې له شعرويلوسره ډيره مينه درلودله نوهمداسبب و چې په شل کلنۍ کې يې په (١٠٤٢) هجری قمری کال د شعرپه ويلواو ليکلوپيل وکړ. دخوشحال خان دلومړنی شعر د نمونی لومړنی بيت داسی دی.

عقل سل دمصلحت بندونه جوړکا

چې دعشق سيلاب پرې راشي واړه نورکا

دخوشحال خان خټک په شل کلنی کې دشعرويلو د ثبوت دشعر هغه بيت چې پخپله يې داسي ويلي دي لکه:

په شل کاله ديګ زمادشعرپه اورياسو

په د ادو ديې پوخ چې شپيته کاله می تللی

خوشحال خان (خټک) {٧٨} کاله ژوند کړی دی چې په دغو کلونو کې يې (٦٥)  کاله په مبارزه شاعری او ليکوالی تيرې کړي دي . خوشحال خټک دنورو شاعرانو او ليکوالو په نسبت دپښتو ژبې د ادبياتو دودې پراختيا او عامه ولو په لاره کې ډير خدمتونه کړي چې ددغه ټکې د اثبات له پاره دده په قول دده  دوه سوه پنځوس ليکلي کتابونه پخپله دده دکار شاهدان دي دادي دخوشحال خان خټک دډيرو کتابو په لړ کې دده دڅو کتابونو يادګيرنه:

١- ديوان {کليات}.

٢- بازنامه .

٣- صحت البدن {طبنامه} .

٤- هدايه .

٥- آيينه .

٦- فضل نامه .

٧- سوات نامه .

٨- فرخنامه .

٩- دستارنامه .

١٠- بياض .

١١- زنځيرۍ .

١٢- رياض الحقيقت .

١٣- عيار دانش .

١٤- تفسير .

١٥- تفسير سورت يوسف .

١٦- رياض الحقيقت : دنثر کتاب دی چې د پرهيز ګاري بيان کوي.

١٧- تفسير سيرت يوسف : دنثر کتاب دی چې د يوسف (ع ) دکوچنيوالی او دده دروڼو د نا کردو بيان کوي .

 د خوشحال خان خټک په شعرونوکې هرډول  شعرونه  شته لکه : غزليات، قصيدې، داستانونه، قطعات ، خو دده داشعارو غوره برخه د هيومانتيک (انسان پالنی، ملي حماسي او تربيتي ) افکارو برخه له هرڅه زيات دی .

داده دخوشحال خان د ( هيومانتيک ) د شعرونو دنمونو څخه د شعر يوه نمونه :

وګړي واړه کارونه خپل کا

                                مردان هغه دي چې کار دبل کا

 څوک چې آرام ګټي دنيکو نام ګټي

                                  دخوږ و  زړونودا رويه تل کا

              خوشحال خان خټک  دملي يووالي په غيږ کې  د خپل هيومانتيک افکارو په سرکې داسي بيان کړی دي لکه :

         څو څو غمونه يا مخونه دي

                             يا په دروغو کې يا په نفاق کې

داده دخوشحال خان خټک د شعر هغه نمونه چې دننګ  او ناموس دساتلو په برخه کې يې پښتون قوم ته دننګ د بولۍ د ورکولو په هکله ويلی دي :

ننګ او ناموس

څو وانه خلې له غليمه انتقام !

                      مرد نه خوب کا نه خواړه کا نه آرام !

چې دننګ او د ناموس اندوه يې نشته

                              دهغه سړي به نه وي احترام .

 

په درنښت د سمسور حبيبي 

 

د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

په سرو شونډو دې بازارد شكر مات كړ تورو  زلفو  دې  ناموس  د عنبر مات كړ   چې  د صبر  په  اهـــــن  مې  و  تړلــــى…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

څو په  باغ  كې  لا يو گل د نو بهـــــــــــار  شته د  بلبلو  ، د  توتيانو  پرې  چغـــــــــــــــــار شته   نن  دې  غم  له  مانه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

كــــــــــــه زه نه واى تا به ځـــــــــــــــان لره بلل څوك  په پالنـــــــــــــگ به دې داهسې درختـــــــــل څوك واړه  عشق  دى  چې  يې  سر  راته  گيـــــــــــاه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

ما  د ښكلــيــــــــو ننــــــداره كړه ، زاهــــد  ننگ  كړ ښه خو دا چې  خداى دى  هم   زمــــــــا په  رنـگ كړ    هغه  وخت  چې  را…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

زه  چې  تل  هومره  ناسازې  د عالم  وړم د خپل  يار دپاره  دا جوروستـــــــــم  وړم   د لاله  غوندې  داغدار  په  جهان  راغلم هم  دا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

راشــــــــه وگوره نن دا طــــــــــــــــــــــــراز زما حقيقــت سره قريــــن مجــــــــــــــــــــــــــاز زما   درست عالـــــم يـې په بازار په كوڅه وايي لاوچـــاتــه ښكـــــــــــــــــــــاره نه دى راز…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

زه چې هسې  په  تعجيــــل او په  شتــــاب  ځم خرابات   لره   په   هيلــــــــه  د شـــــــــــــراب  ځم   د ساقي  د  لاسه   مــــــــى  چې  تتــــــــاول  كړم…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

ما شراب  خوړلـــــي  نه  ، په  حـــد  واهــــــــــه  شـــــــم كــــــه  يـې  وخــورم ، خبـــر نه يم  چــې  به  څه  شـــــــم   په  هر لـــــــوري  چـې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

په خونـي هاتــــــــــــــي سوره شوه مى پرستــــــه زه هم مست ، هاتي هم مست دى ، داهم مسته بله نشتـه ، يا به نيست شي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

زه هم چېـــــــــــــــــــــــــرې فرزانه وم ، فرزانه يم لا تر اوسه تل بېـــخوده دېـــوانه وم ، دېــــــــــــــــــوانه يم لا تر اوسـه جدايي  نشته  وصــال  دى…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

 لاله  در  موسم  بهار  بود  عیش با روی  ګلعزار بود   با  رخ و زلف او سرو کارم در شب و روز روزګار بود آهوی چشم …

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

نو بهارو می معشوقه و جام است اینجا                       زهد و پرهیزو درع را چه مقام است اینجا                           قصه کوتاه که در مذهب ما ای صوفی                            …

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

غزل   بيا رباب د مغني ښه سرايت کا په نغمه کې نوی نوی حکايت کا شېخ دې کونج د صومعې زه به ګلګشت کړم…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

غزل   که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک واړه عشق دی چې يې سر…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

غزل   مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

غزل   عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا معشوقې ته چې يې هومره حُسن ورکړ دا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

غزل   چې مې وليدې دا تورې سترګې ستا زه به نه کړم هېرې نورې سترګې ستا يا د باز يا د طاوس يا د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد خوشحال خان نیکه شعرون

غزل

غزل   خپل عمل چې سړی سپک کا لکه خس هسې يې ورک کا بد عمل لېونی سپی دی چې حملې پخپل ګنډک کا مګر…

بشپړ شعر ولولئ ←