د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

راغلې ده په کـوټـې کې راسره ده

تنهايې مې په دې شپې کې راسره ده
دومره ډيره چې خلوت کې را یادیږي

دومره ډیره حافظې کې را سره ده
ستا په دې خبره ډیر شومه خوشاله

چې دې ويلې لوپټې کې را سره ده
زه په لارکې،ور روان یمه ورځمه

په مزل کې په دمې کې را سره ده
دا چا ویل چې درنه هیره شوه تکله

زړه کې مې ناسته په خولې کې راسره ده

د شاعر نور شعرونه ←