د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
ارواښاد کبیر ستوري شعرونه

د پـښـتو ســندری

زار دې شـــــم قــــلـــمـــه ،د پـــــښـتــو ســـــندرې لــــیکـــه
بـیا د پــښـتـونــــخــــوا د ســــرد رو ســــندرې لـــیــکـــه

زه خـــپله ټـــپه په خــپــل ربـــاب کــــې غــــــږول غــــواړم
سـاز پـه یکه زار او یــــه قــربـــان شـروع کـــول غــــواړم
زه قـــا مي وحـــد ت ،پـه زور د مـینې جــــوړول غــواړم

مــا تـه د خــپل قـــــا م د نـــنـګــیــالـــو ســـــندرې لــیکــه
زار دې شــــم قــــلـمــه، د پـــښـتـو ســـــندرې لـــیــکــــه

زه د ژونـــــدون نــاوې، خــپل کالـه تــه راوســتل غـــواړم
زه ویــده شــعــور، د پـــښـتـونـــوالـي ویـــښـــول غــواړم
زه پــښـتو لـیکل ، پـښـتو ویـل، پـښتو لـوستل غواړم

مـــاتــــه د خــــپل کـلي ، د حـــجــــرو ســـــندرې لــیکــه
زار دې شــــــم قــــلـــمــه ، د پـــښـتو ســــنــدری لـــــیکــه

زه تـا نـه قــلـمه، تـــــیــره تـــــــوره جـــــــوړول غــــــــــواړم
تـا تـه د خـــوشــحـال نـیـکه، پــټـــکی پـه سرول غـــــواړم
لاره مــېپــښـتو ده، د پــښـتو پـه لاره تـــلــــل غـــــــواړم

ســـتـوري تـه د ژونـــد ، د پــسرلـــو ســنــدری لـــیـــکـــه
زار دی شــــم قــــلـمــه ، د پـــښـتـو ســـــندرې لـــیــکــــه

د شاعر نور شعرونه ←