د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ارواښاد کبیر ستوري شعرونه

4 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

 

د پــــــښـتـو ژبـــې مـــنــلــی شــــاعـــر، لـــیــکـــوال او څـیـړونـکـی د پـلـوم سا پــوه
( Diplom-Psychologist ) ښاغـلی ډوکـتور کـبیـر ستوری په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل دی چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري.
ستوری د لعل محمد خان زوی او د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر ۱۷ / ۰۱ /۱۳۲۱ ل هـ کال ( 06.04.1942 ) زيږیدلی دي
ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې ( Psychology ) په څانګه کې چې فلسفه ( Philosophy ) سیاسي پوهنه ( Pol. Scienec ) او ټولنپوهنه ( Sociology ) ورسره مل وه سرتته رسولي ده.
ستوری د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) د بنسټ ایښودونکو مخکښانو څخه دی
د شاعرۍ په نړۍ کې د یوه پر مختللی ادبی بهیر پوری اړه لری چې مشر نماينده ئې د پښتو د اد ب پلار اجمل خټک دی. د پښتنو د یووالی ، خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخلی دی.
 
د لیکوال چاپ شوی کتابونه
۱ . ویره ( د ساپوهنې په رڼا کې د ویرې نظري پېمانه او در مل ) جرمني : ۱۹۹۰ ع او جرمني ۱۹۹۴ ع ، پېښور ۲۰۰۱ ع
۲ . ژوندي خیالونه : ( د شعرونو ټولګه ) پېښورـ پښتونخوا ۱۹۹۷ ع کال
۳ : د قلم توره : ( د شعرونو ټولګه ) پېښور ـ پښتونخوا ۱۹۹۹ ع کال
۴ . د هوښیارتیا تله : ( ساپوهنه ) پېښور پښتونخوا ۲۰۰۰ ع کال
۵ . ژبساپوهنه : ( Language Psychology ) پېښور ـ پښتونخوا ۲۰۰۰ ع کال
۶ . سندریر پیغام ( د شعرونو ټولګه ) پېښور ، پښتونخوا ۲۰۰۲ عیسوی کال
۷ . د هوښیارتیا کلتور بې پلوه تله: ( Culturefair Intelligence Test ) پېښور پښتونخوا ۲۰۰۴ ع
۸ . د پیدایښتي بڼو د هوښیارتیا تله : ( Nature-forms Intelligence Test ) پېښور ـ پښتونخوا ۲۰۰۴
۹ . خوږی مسرۍ : ( د شعرونو ټولګه ) پېښور پښتونخوا ۲۰۰۶
ارواښاد کبیر ستوري شعرونه

د لـونـګـین ټـا ل

د تـــضـا دونـــو مـجـموعـه شــوه په ځان پــوه نـه شــــــــوله  هـم ئی خند لـی هــم غـوصه شـوه په ځان پـــــــــوه نه شـولـه   لــچـک  ئی …

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد کبیر ستوري شعرونه

پــیـغــام

راتـــه پـــاتــــی لـــه لــــویــــانـــــو دا پــیــغــام دی چـــې د بــل پــه درنــاوی کــې درونـــد مـــقــام دی   کـه نــظـر دی خــپـل اوچـت ســاتــی نــو پــوه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد کبیر ستوري شعرونه

دعــشـق بــرخــه

د ســــړو ســـــره چـــې کــــیـنی، ســــړی کــېـــــږی هـر مـجـلــس لـری تــاثـېـر ، کــه څـوک پـــــــوهـېـږی   چــې خــدای چــا لــره احــسـاس د مـیـنــــی ورکــړی نـــو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ارواښاد کبیر ستوري شعرونه

پـــسـرلـــی

پـــسرلی دګل ځــواني ده یو څــــــــو ورځـي وی تــېـرېــږی زه هغه پـسرلی غواړم چې تـــــــــــــل ځــوان وي نــه زړېــږي   چې د مینی پاچـاهــی وي…

بشپړ شعر ولولئ ←