د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد کبیر ستوري شعرونه

دعــشـق بــرخــه

د ســــړو ســـــره چـــې کــــیـنی، ســــړی کــېـــــږی
هـر مـجـلــس لـری تــاثـېـر ، کــه څـوک پـــــــوهـېـږی
 
چــې خــدای چــا لــره احــسـاس د مـیـنــــی ورکــړی
نـــو ئــــې زړه بــیـا د جــانــانـــــــــه نـــه صــــبـرېــــږی
 
زه دنــیـا کــې ، تــه عــقــبـا کـې جــانــــــان غـــواړي
شــــیـخــه ســــــتـا او ځــــما کـلـــی کـــــلـــه کــېــږی
 
ځــما عـــشــق حــــقــــیـقــی، ســــتـا مــجــازی دی
حـــــقــیـقــت کــلــــه مــــجــاز ســــــــره ســــمـیــږی
 
د عــشــق کــار کــې د هــر چــا ده بـــــــیـلـه بـــرخـه
د چـــا ســــتــوری دی تــــیـاره، د چــــا ځـــلــېـږی
د شاعر نور شعرونه ←