افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
پـښتو ده مـیـنـه
پـښـتو کـوم، پـښــتو پــالــم پـــښــتـون ځــلــمـی یـمـه زه
د پــښــتــو ســر خــپــل زاروم د قـــام بــــچــی یــــــــمــه زه
د آزادۍ او خــپــلــــواکـــــۍ نـــــشــه پــه ســــر کـــې لـــرم
د غــــرو لـــــمــنــو کـــــې اوســــېـــــږم غــرنــــی یـــــمــه زه
د اتـــفــاق او ورورولــــۍ تــــخــــم مــــالـــــت کــــې کـــرم
وږمــــه د ســــــولـــې خــــپــرومــه پـــســرلــــی یــــمــــه زه
پــښـتـنې مــور پۍ یو کې ځــواک د قــربـانــۍ راکــــړی
د قـــــام وطــــن او د پــښــــتـو نـــه ســپــیـلـــنــی یـــمـه زه
پـښـتو ده مینه، چـې د مـیـني ســتـوری تل ځلانــد وي
خـدمـــت د مــیـنــي بــــه کــوم چـې څــو ژونــــدی یـمـه زه