افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
کيسې نه کووم د دنګو دنګو غرونو
نور به نه وايمه تا ته له دردونو!
په بنګړيو لېچې نه درندېږي ياره
خو بنديز دی لګېدلی په سازونو
بې له اوښکو توېدو نو مينه نه شي
په ګلانو وي احسان د بارانونو
دلته وس له کمزورۍ يوه پيسه شو
ته کيسې کوې د ښکلو بازارونو
ما د عشق په خاطر ډېر زړونه مات کړي
دومره قدر نو چا کړی د ګلونو
د جدي ۲۹مه، ۱۴۰۲لمريز