د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

غزل

ستا د وعدو په څېر گلرنگې خو نه دي
جلوې ښکلې دي څه بد رنگې خو نه دي

حيراني ده هر قامت رسېږي ورته
ښکاريږي دنگې مگر دنگې خو نه دي

ستا د هيلو کوڅې به وي ړنگې منم
زما د هيلو کوڅې ړنگې خو نه دي

دا خلک گوري ماته او خاندي ولي
زما په تن جامې څه تنگې خو نه دي

خير د ديدن هم غواړي په زور اشنا
د تکل سترگې څه ملنگې خو نه دي

د شاعر نور شعرونه ←