افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
زه ترې تللی یم او خوب مې را پسې دی
تـا لـیـدلـی لـیـونـتـوب مې را پسې دی
ستا د پیغلو شونډو ست ته لیونیه
یو هیر یاد د زلمیتوب مې را پسې دی
اوس شرمیږم چاته حال ویلی نه شم
اوس شرمیږم سړیتوب مې را پسې دی
لا کوڅه په کوڅه ګرځم خاموشې ده
خپلې چغې خپل اشوب مې را پسې دی
دغه وخت تکله څه کانې را و کړې
شوم داغ داغ او نارینتوب مې را پسې دی