پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښار اوس ......!!
زموږ کورونه لا هماغسې دي
لا هم بړستن غوندې پردې
د دروازو پر ځای زموږه په خټینو دېوالو نښتي
هر څه هماغسې دي
یوازې « نیا» ده چې....
پیوند پیوند ټیکری پرې غوړېدلی
ټوله شپه
دها زاړه لالټین رڼا ته مخامخ پرته وي
نیا اوس پخوا غوندې
دقاف د ښاپېریو او دېوانو د کیسو
هغه اتله نه ده
نیا داسې چوپه
وي
چې ته به وایې تورې یې په ستوني کې دي یخ وهلي
نیا داسې ښکاري
ته وا یو اسمان خبرې یې سینه کې مړې وي
نیا چې غږېږي
لکه غږ چې یې زخمي زخمي وي
د « نیا» خبرې اوس
د چا په ماشوم ذهن کې ګلونه او رنګونه غوړولی نه شي
ایکي یوازې
تر ناوخته
خپلو سپینو
نا اوبدلو شان کمڅو ته
چې لالټین
ژېړبخن کړي وي
په زړه کې سل خبرې کوي
لا یې غمجن باڼه یو بل ته ورغلي نه وي
چې له سینې یې څو ټوخي
او له زړګي یې
یو ناغوښتی شان
زګیروی پورته شي
تر زګیروي وروسته
د زړه ټول زور
چې راټول
کړي
نو
ایله یوه خبره وکړي:
...بچی!
زما له سترګو
نه
پناه یې
خو الله دې په امان کې لره
ښار کې
اح
تیاط کوه
چې ښار اوس......