افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
باک
چې دې توري د پښتو په ژبې نشته
ګڼه خوله کې دې خوږې شکرې نشته
زده کوي دا خلک چا نه ستغې سپورې
په پښتو کې خو ترخې خبرې نشته
زېږېدلي يو په
غرونو کې بېشکه
خو په زړونو کې مو تورې کرښې نشته
کېوتلې زما زړه ته ياره څه له
اوس دې بېرته
د وتلو لارې نشته
راکوه پر مخ درنې درنې سپېړې
چې پر سر دې ګرځومه باک يې نشته
/١١/وری١٣٧٨