افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
ټپي زړونه
ټپي زړونه
تا عادت کړئ چې ما په تیګو وُ لئ
هم ګهیځ او بیګاه
په تیګو وُلئ
زما مینه دې هوس وانګیرله
ځکه خپله خپل اشنا په تیګو وُلئ
په اغیار باندې دې هسې
باور وکړو
چې خپل سیورئ لکه ما په تیګو وُلئ
ما دې زلفو له ګلونه وو راوړي
ته ګلونه برالا په
تیګو وُلئ
ستا له کلي کوره لاړمه کډوال شوم
لا مې اوس هم دهر چا په تیګو وُ لئ
چې ویشتل کوئ خپل
ښکار پورته کوه بیا
ټه ټپي زړونه بیابیا په تېګو وُلئ
ما سنګسار کړه خومخ مه اړوه محبوبې
خدم
تګار که دې رښتیا په تیګو وُلئ