افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غزل
اجل اند-پراگ د چک جمهوریت
تراشلې مو د یو بل دي په زړو کې
انځورونه
ساتلي موا دا ډېر عمر سینو کې انځورونه
هلمنده د هېلیو رنګین سیل ځېنې وېرېږي
کاږه
، واږه دې ښکاري په څپو کې انځورونه
یوه مرۍ د اوښکو کې بلا رنګونه ځاي کړو
موږ ګرځوو ښایسته ! په
بڼو کې انځورونه
اې عشقه ! دلته ډېرو ښایستونو سر خوړلی
نڅېږي په لوګیو او لمبوکې انځورونه
سپرلی ښايي چې زر په دې سپېرو غرونو راواوړي
ګلاب ، ګلاب دې ګرځي اننګو کې انځورونه