د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه

کندهار ته

کندهار ته بيا اســـمان پــــه قــــهر شـــوی



کندهار ته بيا اســـمان پــــه قــــهر شـــوی
بيا يې ورېځو د سرو وينو رنګ اخيستی
بيـــا بـــه واورې د ويــــنو بــــــــــــارانــونــه
بيا به سره شي په سرو وينو شنه فصلونـه
سره فصلونه به سرې وينې غوټۍ راوړي
خونخواران د
غوټيو ‎څښي جامونــــــــــــــه
سور ترنک به ککرۍ وړي تــــــر هلمنـــده
هلمنديان به بانـــــــدې اوښـــکې تويوينـــه
د ايـــوب بـــچي بـــه لار د وتــــو ګـــــوري
مــــلالۍ پېـــــغلې بــــه
پـــرېـــږدي وطنـونه
رجر او رزم د بـــابــا هوتــــک بـــه نـــه وي
هوتکۍ پېغلۍ به وايـــي د غــــم ســاندې
د ســـيدال لـــوڼې بـه تــور پــړونـي واخلي
روزګانيان به کړی سرونه زنګنو ته
ای
ای نو څه به درته وایم کندهاره
زه به کوم اورونه مړه کمه په اوښکو
زه به کومی اوښکی وچی په
لمن کړم
زه به کومی وینی پریږدمه تر مځکی....



په تقدير کې چې تغير په دوعا کېږي
خدای دې نه کړي چې به
بيا وينې بهېږي
مينه غرونه، مينه مځمکه، مينه بحـر
په هر څه کې سوله مينه او ژوند غـــــواړو
پلويان د
عاطفې او انسانيت يــــــــو
پر بشــــــــــــر د يوه داغ پلويـــــــــــان نه يـــــو.

د شاعر نور شعرونه ←