افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
بې زبانه لښکر
ښه پوهېږم چې ستا مخ ته ليدای نه شم
ځکه خوښ تر وصل ډېر زه په
بېلتون يم
چې په توره پرځېدلې کله نه وه
اوس مې باد شمله پرځۍ هسې زبون يم
که مې غم وای په يو غر اوس به اوبه وای
دا چې ټينګ يمه په زړه په خدای پښتون يم
چې مې کر
د تن په وينو خړوبيږي
د انار په څېر به خود په ځيګر خون يم
چې په کوم لوري مې بيا زمام را کاږي
بې زبانه مې لښکر دی زه يې شپون يم
چې د نن په
ژبه نه پوهېږم ځکه
سر ناخلاصی زه لا هسې د پرون يم