افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
ای وطنه ستا په مینه کې
ای وطنه ستا په مینه کې
ملنګ جان
ای وطنه ستا په
عشق کې زه تیر تر خپل ځانه یمه
ستا چې ترقي غواړي زه هغسي ځوان یمه
ای وطنه ته یې هدیره د مور او پلار زم
ونږ
ته لکه زیارت زه مجاور ستا د استان یمه
یوه ذره د خاوري ستا په درست جهان ور نکړم
یو موټی
له خاوري ستا په سر او مال قربان یمه
تیر به شم له سر لیکن نه ستتا د یو کرښې نه
ځکه چې دنیا کې مشهور شوی
په افغان یمه
نشته داسي بخت لکه چې ما ملنګ جان خپل ولید
شپې ورځي دا ستا په غیږ کې پروت خوشال خندان یمه