افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د درد موسيقي
خير که غريبان يو
يا کوو په سادګۍ کې ژوند
ګله ! جنت بويه د ضمير په ازادۍ کې ژوند
وار دی د طبعيت د خنديدو
جانانه زور کوه
ښه په شرنګ غږېږي د سپرليو په شپيلۍ کې ژوند
ځي ورپسې واړه ژوندي سري د اميد پر
پښو
سپور دکاينا ت د ښکلاګانو په بګۍ کې ژوند
ته زما د روح د غوټۍ شونډو کې خوږه موسکا
ته لکه
هنر زما د درد په موسيقۍ کې ژوند
دا مو د حيا سمبول دی د ا مو دسينګار ګاڼه
تاته لوپټه کې ژوند او
ماته په شړۍ کې ژوند
نن به دې جلانه غرنی خوی رومنتيک کړمه
کېنه چې د ژبې غوندې درکړم په خولګۍ کې
ژوند
يادونه: دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب نه راخيستل شوى دى