افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
يو وجود
ګرد يم كه غباريم دپښوپل ته درنږدې يمه
تاپسې دخپل زړه غوندې
وتې له پردې يمه
ستاخوږوخبروته جانانه دومره تږى يــم
ته وا تلوسه دمينانودكيــسې يـــــمه
څه ساده باده يم دومره ستربدلون كې پوه نه شوم
اوس هم شاګردۍ كې دپيمخې زمـــانې يمه
زه اوته دمينې په يوه وجود كې ژوندكــوو
ته يې د ډيوې رڼا اوزه بيخ دډيوې يـــمـه
هسې دخپل
روح خوارو اوږوباندې ورباريمه
وجلانه! سيورى دژوندون دجنازې يمــه
&n
bsp;
يادونه : دغزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى