د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

افغانستان

د غليم غږ به هم اسمان پورې ورورسيږي
که مې لاسونه تر ګرېوان پورې ورورسيږي



د جنګ لمبو باندې به يخې اوبه واړول شي
که مې ټپه د جنګ ميدان پورې ورورسيږي



عجب دستور دی په هر ځای کې چې اور ولګېږي
لمبې يې ګران افغانستان پورې ورورسيږي



دومره ګلان به په لمنو کې را وټوکوي
دا سوې ځمکې که باران پورې ورورسيږي



بېرته به يو کاله کې کښيني جلا شوي وروڼه
که د اټک تير د نشان پورې ورورسيږي

د شاعر نور شعرونه ←