افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غزل
اجمل اند
مازیګر کې نو اوس هغسې خوند نه شته
رود ېوازې له غره راشي او اند نه شته
څه ټپونه يي په زړه دننه پټ دي
خو داغونه يي سینه کې څرګند نه شته
اوس پر کاڼو د خوبونو عادت شوی
اوس يي هسې تر سرلاندې مړوند نه شته
په دې غره کې څومره ښکلي زړونه مات دي
خو له چا سره چاره د پیوند نه شته
دشپې دا ښار دومره ډوبه سا راکاږي
ته به وايي هر څه مړه دي او ژوند نه شته
که ايوب غوندې څو ک وی نو ما به ویلي
په میوند کې هېڅ اړتیا د اوربند نه شته