د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي شرر ساپي شعرونه

غزل

وريځې دي باران دى سفر ښه نه دى
پا تې شه موسم دبهر ښه نه دى
ډير ې بدې سترګې درته ځيري دي
كا ڼي چۍ دخلكو نظر ښه نه دى
مه وركوئ راز دمينې ښكلو ته
دو ي با ندې بيخې اوس باور ښه نه دى
ما ته يوحكيم وی سترګو وړې ده
خال يې دسرو شونډو په سر ښه نه دى
ټولو كليوالو په يوه غږ ووى
وران دې شي دكلي ګودر ښه نه دى
نه كينم محفل كې نوره نه كينم
سترګو مې څارې شرر ښه نه دى

د شاعر نور شعرونه ←