افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غزل
شرر ساپی
دلپوجام سړي ته خوب ورولـــــــــــــــــي
سري ماښام سړي ته خوب ورولــــــــــــي
ځينې غزلې زړه ته لارې کــــــــــــــــــــوي
ځينې الهام سړي ته خوب ورولــــــــــــي
ګلابي شونډې خوبولې سترګــــــــــــــې
ګوره مدام سړي ته خوب ورولــــــــــــي
دې غنمرنګ ښکلي ته مه ګـورۍ ډېر
دغه ګلفام سړي ته خوب ورولـــــــــــي
يخه خولګۍ داوړي سره غرمــــه کـــې
ماغوندې خام سړي ته خوب ورولـــي
شېخ په خبرو کــــــــــــــــــې راودانګله
وېلې نه عام سړي ته خوب ورولــــــي
د کا بل ښار د انا زولې نجو نــــــــــــې
په تش سلام سړي ته خوب ورولــي