افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
اوښکه
اوښکه
ملنګ جان
څاڅمه له سترګونه اوښکه دغمويمه
ورکه ګريوانوکي شم جوړه له دردويمه
سترګونه راپريوځم خپره په اننګوکي شم
يالکه شبنم غوندي ولاړه په بڼو يمه
ډوبه يم په سترګوکي احساس شم رپريوځم
دومره په شفاف اوجود ډکه له رازو يمه
کله ګرځم سترګوکي کله جوړ ډنډونه کړم
کله بيا له سترګونه لګيا په بهيدو يمه
اوښکه يم هجرانه ستا پټه په بڼو کي يم
پريږده چي بهيږمه ډکه له دردو يمه