افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1207 شاعران8588 شعرونه
غزل
غزل
زه چې دې سترګو نه شراب غواړمه
لېونی شوی يم عذاب غواړمه
چې دې د ژوند تر انتها ولټوم
جانانه داسې دې ناياب غواړمه
چې دې غمونه لږ ماړه کړمه پرې
زړه مې همدغه شان کباب غواړمه
ګوندې راپېښه شي د خيال لارو کې
ځکه يو ټنګ د مست رباب غواړمه
ستا يادګارونه چې نسکور وي په کې
لکه کابل زړګی خراب غواړمه
اټک مين دی په خيبر او چمن
خورمه قسم ځکه کتاب غواړمه