د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1296 شاعران8588 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

هنر

چا د خپل دلبر سره سبا کړې شپې
ما د غم لښکر سره سبا کړې شپې
خير د يو ذرې هومره چا را نه کړ
هسې مې هر ور سره سبا کړې شپې
هيچا مې زخمي زړګی ملهم نه کړ
ټولې مې پرهر سره سبا کړې شپې
خوږ غزل مې هر چا ته ور ورسو
ما د خپل هنر سره سبا کړې شپې
لوبې مې اټکه وکړې اور سره
ما د هر خطر سره سبا کړې شپې
/ کامه

د شاعر نور شعرونه ←