د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1207 شاعران8588 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

جرګه

يا به پرې خپل قام راټو لومه نن



يا به مې شمله په اور سېځمه نن



دا ځل که خاطر د جرګې و نه شو



شرم نه ټيکری پر سرومه نن



نوره پرې درنه پښتو سپکومه نه



ژبه د خپل ځان نه پرېکومه نن



اور پخپل ټوپک پورې کومه زه



ضد د خپل فطرت سره کومه نن



نور د بل په تمه تمه نه کېښنم



خپل قسمت پخپله بدلومه نن



غاړه کې اټکه ګرځوم کچکول



خير په کې وطن ته غونډومه نن



/ کامه

د شاعر نور شعرونه ←