د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1303 شاعران8588 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

سحر

پو چې د الفاظو په هنر شومه
اوس مې سحر زده کړو جادوګر شومه
يا به زه هم ورک يا به پيدا کړم څه
ځم په ورکو لارو باندې سر شومه
ذوق د هر پښتون خړوبولی شم
ټول اوبه اوبه شوم سمندر شومه
اوس چې مې اډوکو باندې بل شو اور
ستا د عشق په زور باندې خبر شومه
نه مې په کې سر اټکه مات شو نه ګرېوان څيرې
دا څنګه دروغجن دروغجن دلبر شومه
ډنمارک

د شاعر نور شعرونه ←