افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1544 شاعران8588 شعرونه
د غزل څانګه
پاتې چې ژوندی لا بې جانان يمه
څومره په ايمان زه بې ايمان يمه
نه پوهېږم څه چل مې په زړه وشي
مخ ته چې دې وګورم حيران يمه
تا ته مې غونچې غونچې جوړ کړي دي
ته د غزل څانګه زه ګلان يمه
للمې د پښتو مې را زرغون کړلې
کله پسرلی کله باران يمه
تا ته د اټک پښتانه څه ښکاري
هر يو وايي شکر چې افغان يمه