د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

اذان

پرې راټول د هرې خوا نه بوراګان شي
زه چې هسې وينا وکړمه ګلان شي
چې زما دا سوې سوې نغمې واوري
شرمينده شي هر بلبل ورته حيران شي
نور له وېرې اسوېلی کولای نه شم
هسې نه چې پرې لمبه لمبه جهان شي
ټوله شپه ورپسې اوړمه را اوړم
چې مې سترګو ته يار راشي نو اذان شي
چې دستا غوندې دلبر لري په زړه کې
هر يو بيت به د اټک اوس ګلستان شي

د شاعر نور شعرونه ←