د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

نښې

وګوره نرګس کې دي د چا نښې



ما په کې پيدا کړې ياره ستا نښې



رنګ يې دی اخيستی له شين خال جوړې



ښکاري په سپرلي کې د اشنا نښې



تورې سترګې سرې شونډې او شنه زنه



ټولې دي بيرغ کې د ليلا نښې



غاړه کې تعويذ سره لينده ګرځۍ



پښتون دی که په چا کې وې دا نښې



هيڅوک مې و نه ليده چې سر ټيټ کړي



ټولې دي اټک پورې زما نښې

د شاعر نور شعرونه ←