د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

مټ

جانان لرم شکر ايمان لرمه
جنت لرم افغانستان لرمه
دومره بې کسه او بې وسه نه يم
ستوري لرمه او اسمان لرمه
لمر يم انکار تيارې کولای نه شي
وجود لرم نوم او نشان لرمه
بيا به بچي په کې بازان وزېږۍ
شمشاد لرمه او واخان لرمه
اټک هيڅوک را نه خوړلی نه شي
پښتون يم مټ او بازوګان لرمه

د شاعر نور شعرونه ←