د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

ستورې

ګرځي ځمکه باندې شپه کې لکه ستوري
پېغلې پېغلې په پرده کې لکه ستوري
چې دوه دوه په ګټ کې يو ځای سره ناست وي
پښتانه ښکاري دېره کې لکه ستوري
چې تيارو کې چا د عشق په تور بند کړي
زمريان يسي په پنجره کې لکه ستوري
نازک پلونه پرې کوچۍ او هوسۍ يښي
شګه ځل وهي غرمه کې لکه ستوري
سره لالونه يې اوبو سره تېر کړي
کبان برېښي په وياله کې لکه ستوري
د اټک خيالات غزل کې نه ځايږي
نه پټيږي په جامه کې لکه ستوري

د شاعر نور شعرونه ←