د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

913 شاعران7367 شعرونه
د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي شعرونه

درد

هره شپه ما باندې تېريږي په درد
لکه ډيوه چې تل سوځيږي په درد
که مې پښتو غيرت هر څه راټينګ کړي
زړه مې د غوښې دی ژړيږي په درد
په يوه درد ټکورومه بل درد
درد مې په خدايږو چې ښه کيږي په درد
لکه کباب لوګی يې خوند راکوي
چې مې زړګی کله پخيږي په درد
زخمونه ښه دي چې بيداره وي تل
اټک له خوبه راويښيږي په درد

د شاعر نور شعرونه ←