افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1254 شاعران8588 شعرونه
رڼا ونيوې
زړګيه بيا زما نه چا ونيوې
چې بيا را ډک شوې او ژړا ونيوې
بېرته به بيا دخيره کله راځې
هر خوا مې لارې ټولې ستا ونيوې
اوس به دې کوم ځای نه ذرې ټولوم
خوره وره شولې رڼا ونيوې
هيڅ دې په پته پرون پو نه شومه
په نن کې ورکه شوې سبا ونيوې
په پلوشو باندې يې وتړلې
اټکه څه ښکلې بلا ونيوې