د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شرر ساپي شعرونه

غزل

هـــغه چې زړه لري لیـــــمې لري اشنا نه لـري
"شـرره" ودې مري چــــې دا لري او دا نـه لري

حسن دې ځکـــــــه تاثیرنه لـــــري رڼــــــا لري
هغه ډيوه کلــــــه بلیږي چــې هــــــوا نه لري

باور مـــې نه راځي په ما دې باور نه دی کړی
دا ته چې نه راځـــــې نو دا بلـــــه مانا نه لري

ما خو په ژوند د يار څېره له نــــــقاب ونه لېده
نه منم دا "هغه شپه نشته چې ســا نه لري"

ستا له دې سرو غومبورو ځار شمه خبره واوره
ستا لــیونۍ "شرر" نو بله تـــقاضا نه لـــــري
د شاعر نور شعرونه ←