افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
سترګې یې ښـــکته کړې، وعـــده یې وکړه
زمــــا د قــــــتل اراده یـــې وکـــــــــړه
لکـــــه بنګـــــړی مې زړه کې وشرنګېده
په خپـــــــــــل مـړوند باندې دمـه یې وکړه
لیمې مې ټيټې شــــوې چـــاره مې نه وه
باڼـــه یې پورته کــړل غوســـــه یې وکړه
په خپــــلو اوښـــکو یې لیـــــــمه ووینځل
د خپلــــــو هیلــو جـــــنازه یې وکـــــړه
بیګـــــاه مې غـــــیږه کې جنت ویــــده و
شــــــــرره بــــل رنګـــــه مزه یې وکړه