د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه

اخري سلګۍ

که يوه ورځ هغه راوګرځېد
ورته ووايئ چې زه د مرګ تر آخرې سلګۍ پورې
ده ته سترګې په لاره وم
ته ورسره د يوه دوست پشان همدردي وکړه ، کېدای شي چې هغه 
به په همدرد پسې ګرځي
زما دغه ګوتمۍ ورکړه نور هېڅ مه وایه
مړه ډيوه او خلاص ور وروښايه
ورته ووایه چې :
شونډې ېې مسکۍ وې او ستا تصویر ته ېې کتل
ځکه چې وېرېږم که دا ونه وېل شي نه چې ، اسمان خړ شي او ستوري لمن ته ولوېږي
03.04.199

د شاعر نور شعرونه ←