پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښاغلي علي ګل پيوند شعرونه
39 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
په ( کلیمه ) خو نا پا کان خپل ایمانونه مینځي
مـــا تـــــه پــــــــــه وخت د ځنکدن یوه ټپه ووایه
علی ګل پیوند د ۱۳۲۷هــ، ل کال د کب د میاشتی په ویشتمه د کونړ ولایت د پشد په کلی
کی زیږیدلی دې. لومړنې زده کړي یې د پشد د کلې په ښونځي او نورې زده کړي ی
ې په ابن سینا او کابل دار لمعلمین کی سر ته رسولې دي.
په ۱۳۵۱ هـ،ل کال کی یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له پوهنځې نه د لیسانس دیپلوم تر لاسه کړي دي. په ۱۳۵۶ کال کی یې د ښوونکو د روزنې په اکاډمي کي د فوق لیسانس پورې زده کړې بشپړې کړي.
پیوند، د روښان په عالې دارلمعلمین کی د استاد، دانیس او د ثور انقلاب د ورځپاڼو د مسوول مدیر او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د معین په توګه دندې سر ته رسولې دي.
پیوند د ۱۳۵۹ هـ،ل کال له پیله تر ۱۳۶۷هـ،ل کال پورې له کاره ګوښه او د پلچرخي په جیل کی بندي وو.له جیل نه تر راوتو وروسته دالبیرونې د نشراتې موسسې د رییس په توګه و ګمارل شو او اوس په جرمنې کې د پردیسي ژوند تیروي. (( زړه ډمه )) د پیوند د شعرونه هغه مجموعه ده چې د ۱۳۵۸ هـ،ل کال په باي کې چاپ خو له خبریدو د مخه د (( تورجلات)) د لښکریانو په لاس بنده او ورکه شوه. (( سیلۍ)) او (( باولۍ)) یی د شعرونو همدا مجموعې دې چي په ۱۳۶۸ هـ،ل کال په کابل کی چاپ او خپری شوې وي اودایې دویم چاپ دي. پیوند نوري د شعرونو مجموعې هم لري چی چاپ ته تیارې دي.
غوټه ونه
زما نیکه کیسه کوله ویل دالو یه ونه ګوری چې ترې لاندی شنه ویاله ځي دا سپیرې ډبری وینې د درنو ناستو وستل دی دجرګه…
بشپړ شعر ولولئ ←د پیړې ګالیله
ما په خپلو ستر ګو ولید هم هغه و ببر سر ګریوان څیر لې لاس او پښو کې زنځیرونه څوپا ګانو پې خندلې ویلې دا…
بشپړ شعر ولولئ ←دماشومتوب یاد
موری ! داسی ملک به وي چې هلته ورځ وي ؟ ټوله ورځ دغه شپه هم ورځ ! پکی ډار او تیاره نه وي پکی…
بشپړ شعر ولولئ ←