د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي علي ګل پيوند شعرونه

دماشومتوب یاد

موری !

داسی ملک به وي چې

هلته ورځ وي ؟

ټوله ورځ

دغه شپه هم ورځ !

پکی ډار او تیاره نه وي

پکی برګې سترګې نه وي

دپیشپړانګ دبلا ګانو

موری ولی ؟

دا بلا !

دماشومانو په څیر نه وي ؟

بل په هره څیره کیږي .

موربه ویلی !

بس سبا به درته وویم

خوسبانه سباکیږي .

 ۱۳۵۳

د شاعر نور شعرونه ←